د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وایي، سویډن د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۶.۸ میلیونه امریکايي ډالره مرسته کړې ده.
اوچا دغه څرګندونې پر خپله اېکسپاڼه کړي دي.
سرچېنې لیکلي چې سویډن د افغانستان د بشري مرستو صندوق د څلورم تر ټولو ستر مرسته کوونکي هېواد په توګه روان زېږیز کال کې د دغه صندوق د جوړېدو راهیسې تر دې مهاله څه د پاسه ۸۵ میلیونه امریکایي ډالره مرسته کړې ده.