د طالبانو عدلیې وزارت وایي، په کابل کې ښار کې یې د یوې ارزونې په ترڅ کې درې د خیریه بنسټونو، یوې شورا او یوې اتحادیې دفترونه د غیر قانوني فعالیت له امله تړلي دي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د زمري او وږي په میاشتو کې ترسره شوې او په ترڅ کې یې د ۱۸ اتحادیو، ۱۵ خیریه بنسټونو او یوې شورا فعالیتونه نظارت او د یاد هېئت لهخوا وارزول شول.
دغه وزارت لیکلي چې د ارزونې په ترڅ کې یې درې خیریه بنسټونه، یوه اتحادیه او یوه شورا د رسمي جواز نهلرلو، د جواز د مودې پای ته رسېدلو او یو لړ سرغړونو په دلیل وتړل شول.
یاد وزارت لیکلي، د څارنې پلاوي د دغو خیریه بنسټونو او اتحادیو متصدیانو ته توصیه وکړه چې د افغانستان اسلامي امارت له اصولو او پالیسۍ سره سم فعالیت وکړي.