د سعودي عربستان رسنۍ وايي، د دغه هېواد ولیعهد محمد بن سلمان د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره په غزه کې د اوربند په تړاو ټلیفوني خبرې کړې دي.
په دغو خبرو کې دواړو چارواکو په غزه کې د اوربند ترڅنګ هلته د بشري مرستو، بې کوره شویو فلسطینیانو د وضعیت او نورو ستونزو په تړاو غږېدلي دي.
دوی دغه راز د غزې په اوربند کې د عربي او اسلامي نړۍ د رول په تړاو هم د نظرونه شریک کړي دي.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې را پدېخوا چې اسرائیلي ځواکونو پر غزه بریدونو پيل کړي تر اوسه په دغه جګړه کۍ ۱۳۴ فلسطینیانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ۱۰زره نور کسان ورک دي.