افغانستانخبرونه

احمد مسعود: طالبانو سره د جګړې لپاره بهرني مالي ملاتړ ته اړتیا لرو

د جبهه مقاومت ملي په نوم د طالبانو ضد وسله والې ډلې مشر احمد مسعود وايي، له طالبانو سره د جګړې لپاره د بهرنیو هېوادونو مالي ملاتړ ته اړتیا لري.

نوموړي دا څرګندونې د سي.این.این امریکايي تلویزیون سره په خپله وروستۍ مرکه کې کړې دي.

دا ۳۵ کلن ځوان وايي، دوی په افغانستان کې له طالبانو سره یوازې د افغانستان د امنیت نه بلکې د نړۍوال امنیت د خوندیتوب لپاره هم جګړه کوي نو نو ځکه ورسره بایدید نړۍ هم مرسته وکړي.

هغه دغه راز ادعا کړې چې تر ۵۰۰۰ زره وسله وال جنګیالي لري او روان میلادي کال یې په ټول افغانستان کې د طالبانو ضد ۲۰۷ ځایه عملیاتونه ترسره کړي، هغه څه چې سي.این.این تلویزیون یې تایید ستونزمن بللی دی.

تر دې وړاندې یوناما تایید کړې وه چې مقاومت جبهې د طالبانو پر ضد ۲۹ بریدونه ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا په دې وروستیو کې ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې د جګړې لپاره هېڅ ډلې سره مالي مرسته نه کوي.