د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه رابولي چې د افغانستان په تړاو به په کې د بېلابېلو موضوعات په اړه خبرې وشي.
د دغې شورا د راپور له مخې، په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) مشره رزا اوتونبایوا، د افغانستان د وضعیت په تړاو درې میاشتنی راپور وړاندې کړي.
ټاکل شوې ده چې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا په روانې زیږدیزې میاشت کې د افغانستان په تړاو غونډه جوړه کړي.
د دغې شورا د راپور له مخې، په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) مشره رزا اوتونبایوا، د افغانستان د وضعیت په تړاو درې میاشتنی راپور وړاندې کړي.
پر دې سربېره به، په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې مشره او د مدني ټولنې یو استازی هم د افغانستان په تړاو د دې غونډې غړو ته معلومات وړاندې کړي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.