روسیې نن سهار وختي د اوکراین پر پلازمېنه کییف توغندیز برید کړی خو د دوی د هوایي مدافع سیستم دغه توغندیز برید شنډ کړی دی.
رویټرز خبري اژانس د اوکراین د پوځي چارواکو په حواله ویلي په کییف کې سهار مهال د څو زورورو چاودنو غږونه اورېدل شوي، خو رویټرز لیکلي، دا غږونه د هوایي مدافع د سیستم غږونو ته ورته وو.
سملاسي په دغو بریدونو کې د سر او مال د احتمالي زیان راپور نه دی ورکړل شوی.
دا په داسې حال کې ده چې له نژدې یوې میاشتې راهیسې د روسیې په کورسک سیمه کې اوکرایني ځواکونو جګړه پيل کړې او ډېره سیمه یې لاندې کړې ده.
تېره اوونۍ د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي وویل، د جګړې د پای ته رسېدو طرحه یې جوړه کړې او همدې سپټمبر میاشت کې به یې له امریکایي او نورو لوېدیځو چارواکو سره شریکه کړي.