د طالبانو ستره محکمه وایي، په لوګر ولایت کې دوو کسانو ته په عام محضر کې تعزیزي سزا ورکړې ده.
د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې د يوې ښځې په ګډون دوو تنو د اخلاقي فساد او له کوره د تېښتې په جرم تورن او د محکمې له پرېکړې وروسته سزا ورکړل شوې ده.
سرچېنې د معلوماتو له مخې، ابتدائيه محکمې ياد مجرمين پر پنځه ـ پنځه کاله تنفيذي بند او ۳۹ ـ ۳۹ دُرو تعزيري سزا محکوم کړي وو؛ چې ياد حکم د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته پر مجرمينو تطبيق شو.
د یادونې ده چې تر دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو ته تعزیزي سزاګانې ورکړل شوې دي.