راپورونه وايي، نن مازیګر مهال د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د دارالامان په سړک چاودنه شوې ده.
د طالبانو په حکومت کې د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور چاودنه تایید کړې خو د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات ورنکړل.
ویل کېږي چاودنه د ملکي خلکو په کاسټر موټر شوې ده.