د ملګرو ملتونو د ماشومانو اداره (یونیسف) وايي چې بنګله دېش کې د وروستيو ورښتونو او سیلابونو له امله د دوو ميليونه ماشومانو ژوند له ګواښ له مخ دی.
د يونیسف اداره وايي چې بنګله دېش کې د سیلابونو اوبه د کورونو او ښوونځيو ودانيو ته ورپورته شوي دي چې ډېرې ستونزې یې کوچنیانو ته جوړې کړې دی.
د بنګله دېش په ختيځ کې وروسیيو سیلابونو لږ تر لږه د پنځه نیم میليونه وګړو ژوند له ستونزو سره مخ کړی او ورته یې زيانونه رسولي دي. د بنګله دېش حکومت وایي، دا په تېرو ۳۴ کلونو کې بېساری سیلاب وو.
په بنګله دېش کې شدیدو موسمي ورښتونو له امله سیلابونه راوتلي چې تر اوسه يې ۵۲ کسان مړه کړي دي. ویل کېږي لږ تر لږه ۵۰۰زره کسانو د خپل ژوند د ژغورلو لپاره خپل کورونه پريښي او خوندي ځايونو ته یې پناه وړې ده.