اسرائیلي ځواکونو پرون يو ځل بیا د غزې په جبالیه کمپ کې پر هغو بې وسلې فلسطينیانو بریدونه کړي چې ډوډۍ ته په کتار ولاړ وو.
په دغو ډزو کې ۸ کسان وژل شوي دي.
بلخوا په اشغالي غربي څنډه کې اسرائیلي ځواکونو د پيل کړيو عملیاتو پرمهال تازه په څو خبریالانو هم بریدونه کړي دي.
رپوټونه وايي، پرون په دغه سيمه کې د اسرائیلي ځواکونو په ډزو باندې د اسلامي جهاد په نوم د وسله والې ډلې د غړو ترڅنګ ۲۹ فلسطين ملکي وګړي وژل شوي دي.