افغانستانخبرونه

امریکا: په افغانستان کې ۲.۵ میلیون نجونې زده کړو ته لاسرسی نه لري

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت وايي چې په افغانستان کې ۲.۵ میلیون نجونې زده کړو ته لاسرسی نه لري.

دې سفارت نن (چهارشنبه، ۱۴ د وږي) پر ایکس ټولنیزې شبکې ليکلي: «اوس مهال په افغانستان کې ۸۰ سلنه نجونې له زده کړو بې برخې دي او ۲.۵ میلیون نجونې زده کړو ته لاسرسی نه لري.»

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت زیاته کړې چې «راشئ د ټولو لپاره د زده کړو ملاتړ وکړو او ډاډ تر لاسه کړو چې هره افغانه نجلۍ هغه زده کړې وکړي چې وړ یې ده.»

دا په داسې حال کې چې طالبانو تر واکمنېدو وروسته تر شپږم ټولګي لوړې نجونې ښوونځي ته له تللو منعه کړې دي.دې ډلې همدا راز ښځینه محصلینې دولتي او خصوصي پوهنتونو ته له تلو راګرزولې دي او خصوصي زده کړییز مرکزونه یې هم د نجونو په وړاندې تړلي دي.

ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې د وروستیو درو کلونو پر مهال بیا – بیا په افغانستان کې د ښځو پر کار او زده کړو د لګول شوي بندیز د لغو کېدو غوښتنه کړې، خو طالبانو تر اوسه دې غوښتنو ته غاړه نه ده ایښې.