خبرونهنړۍ

کابل کې د وړمې ورځ برید ته د اسلامي همکاریو سازمان غبرګون

د اسلامي همکاریو سازمان د کابل پر دار الامان سړک د دوشنبې د ورځې ځانمرګي برید ته په غبرګون کې غوښتنه کړې چې په افغانستان کې دې د امنیت او سولې تخریبوونکې ترهګرې ډلې وځپل شي.

د اسلامي همکاریو د سازمان دارالانشاء نن (چهارشنبه، ۱۴ د وږي) د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا برید غندلی دی.

همدا راز، دې سازمان د دې برید د عاملینو د ژر تر ژره مجازات غوښتنه کړې.

د روانې اونۍ دوشنبې د ورځې په مازیګر یوه ځانمرګي بریدګر د کابل د شپږمې حوزې په «قلعه‌ی بختیار» سیمه کې د احکامو او فرامینو د تعقیب ریاست په مقابل کې ځان والوزاوه.

په کابل کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ اعلان کړی چې په دې برید کې د یوې ښځې په شمول شپږ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل دي.

د دې برید قربانیان ډېری هغه کسان وو چې د افغانستان د پخواني حکومت پر مهال استخدام شوي وو او د طالبانو تر واکمنېدو وروسته یې هم کار کاوه.

داعش ډلې د دې برید مسوولیت منلی دی.