د بلخ په مرکز مزارشریف کې ځايي سرچینې وايي چې «وسلهوالو غلو» یو ښوونکی وژلی دی.
دغه کس عبدالاحد نومېده او په مزارشریف کې د احمدشاه مسعود ښوونځي ښوونکی و.
یوه سرچېنې وایي، عبدالاحد پرون (سهشنبه) د غرمې شاوخوا ۱:۰۰ بجه د مزارشریف دښتشور سیمې په یوولسم سړک کې د وسلهوالو موټرسایکل سپرو تر برید لاندې راغلی دی.
په خواله شبکو کې خپرې شوې ویډیو کې ښکاري چې دوو موټرسایکل سپرو له هغې وروسته پر دغه ښوونکي ډزې وکړې چې مبایل یې ترې واخیست.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.