افغانستانخبرونه

په افغانستان کې د تروریزم په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اندېښنې

په ملګرو ملتونو کې د اسلووني استازي سامویل ژبوګار او د امنیت شورا دوره‌يي رييس د یوې اعلامیې له لارې په کابل کې وروستی برید غندلی دی او ويلي يې دې چې د هرې بڼې تروریزم په افغانستان او نړۍ کې د سولې او امنیت لپاره تر ټولو جدي ګواښ دی.

دا برید چې د دوشنبې په ورځ د کابل په شپږمه حوزه کې د طالبانو د احکامو د څار او تعقیب د ریاست په وړاندې وشو، لږ تر لږه شپږ تنه پکې ووژل شول.

د دې برید قربانیان د افغانستان د تېر حکومت د څارنوالۍ کارکوونکي او څارنوالان وو چې د طالبانو له حکومت سره یې هم کار کاوه.

د دې برید مسوولیت داعش ډلې ومانه.

د امنیت شورا رییس د قربانیانو له کورنۍ سره د خواخوږۍ تر څنګ ويلي: «د امنیت شورا غړي يو ځل بیا ټينګار کوي چې تروریزم که په هره بڼه وي په افغانستان او نړۍ کې د امنیت او سولې لپاره ګواښ دی.»

د سامویل ژبوګار په اعلامیه کې ويل شوي چې د امنیت شورا غړو د دې شومو ترهګریزو اقداماتو د عاملانو، سازمانوونکو، مالي تأمینوونکو او ملاتړو پر محاکمې او له هغوی پر پوښتنو-ګروېږنو کولو ټینګار کړی دی.

د امنیت شورا غړو ټینګار کړی چې هر ډول ترهګریز اقدام چې هر چیرته، هر ځای او د هر چا له لوري شوی وي، د هغو انګيزې ته له پام پرته مجرمانه او د منلو وړ نه دي.دوی زیاته کړې چې اړتیا ده ټول هیوادونه د ملګرو ملتونو له منشور او نړیوالو قوانینو سره سم له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.