
کابل ټيلیګراف – ۲۹ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
په غزه د اسرائیلو بریدونو په دوام په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۱ نور فلسطینیان وژل شوي دي.
بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، د سه شنبې له سهار راهیسې تر اوسه د اسرائیلي بریدونو له امله لږ تر لږه ۵۱ فلسطینیان شهیدان شوي، چې په کې اته هغه کسان هم شامل دي، چې د مرستو تر لاسه کولو په موخه ولاړ و.
راپور کې ویل شوي چې اسرائیلي ځواکونو په غزه کې د مرستو د وېش مرکزونو ته نږدې ډزې کړې دي.
له دې سربېره، په خان یونس کې پر هغو خېمو بریدونه شوي چې بې کوره شوي کسانو ته یې پناه ورکړې وه، چې پکې لږ تر لږه ۸ فلسطینیان شهیدان شوي، او په مرکزي غزه کې د دیر البلح په یوه خېمه باندې برید کې نور ۴ کسان وژل شوي دي.
د غزې د رسمي رسنیو دفتر په وینا، د اسرائیلو له خوا په غزه د پیل شویو دوه کلنو بریدونو له امله تر اوسه له ۶۲ زرو څخه زیات فلسطینیان شهیدان شوي، چې پکې لږ تر لږه ۱۸،۸۸۵ ماشومان شامل دي.
بلخوا، حماس د قطر او مصر له خوا وړاندې شوې د اوربند وړاندیز منلی، خو د اسرائیلي حکومت له خوا تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودل شوی.