خبرونهنړۍ

یو پاکستانی په کاناډا کې د بریدونو د طرحه کولو په تور نیول شوی دی

امریکایي چارواکو ویلي چې تورن شخص د فدرالي تحقیقاتو ادارې یا ایف بي آی د پلټنو په مرستې په کاناډا کې نیول شوی.

د پاکستان یو تبع چې په کاناډا کې ژوند کوي، پدې تور نیول شوی چې د متحده ایالاتو د نیویارک په ښار کې په یهودانو د برید کولو پلان یې درلود.

د متحده ایالاتو عدلیې وزارت جمعه سپټمبر ۶ (وږي ۱۶) په یوې اعلامیې کې ویلي چې نیول شوی تن شل کاله عمر لري، نوم یې محمد شاه زیب خان دی چې په شهباز جدون هم پژندل کیږي او د همدې تیرې چارشنبې په ورځ وروسته تر هغه ونیول شوی چې متحده ایالاتو د برید کولو په پلان تورن کړ.

د امریکا لوی څارنوال میریک ګارلینډ په اعلامیې کې ویلي چې “شک کیږي تورن شخص د همدې روان کال د اکټوبر ۷ مې نیټې په شاوخوا کې د نیویارک په ښار کې د ترهګریزو بریدونو پلان درلود او د اسلامي دولت په نامه یې د هر څومره ډیرو یهودانو چې امکان یې درلود، وژلو پلان لره”.

په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې تورن شخص د متحده ایالاتو د فدرالي تحقیقاتو ادارې FBI د پلټنو او د کاناډا د قانون تطبیق همکارانو چټک عمل له کبله نیول شویدی.

د دې تورن شخص پر ضد په ثبت شوې جنایي شکایت پاڼې کې راغلي چې هغه پلان درلود د روان میلادي کال د اکټوبر په اوومې نیټې – هماغه نیټه چې حماس په اسرائیل برید وکړ – د نیویارک ښار ته ولاړ شي او د یهودانو په یو مرکز کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې په ملاتړ ډله ایز برید وکړ.