خبرونهنړۍ

ترکي پولیسو ۱۷ تنه افغان کډوال نیولي

په ترکیه کې د بې اسناده افغانانو د نیولو او اېستلو په دوام، د دغه هېواد پولیسو ۱۷ تنه افغان پناه غوښتونکي په ارزوروم ښار کې نیولي دي.

 د ترکي رسنیو په وینا، دغه پناه غوښتونکي په دغه هېواد کې د اوسېدو د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله شاوخوا ۹زره ډالره جریمه شوي هم دي.

ترکي رسنیو پرون راپور ورکړی، چې دغه پناه غوښتونکي په کوشجو سیمه کې په یوه موټر کې له پېژندنې وروسته نیول شوي دي.

د ترکیې پولیسو ویلي، چې په ټول ښار کې یې د بې اسناده پناه غوښتونکو د پېژندلو، نیولو او اېستلو لپاره ګډ عملیات پیل کړي دي.

د راپورونو له مخې، دوه تنه د انساني قاچاق په تور نیول شوي او د پولیسو سره د پوښتنو ګروېږنو له لړۍ وروسته محکمې ته معرفي شوي او زندان ته لېږدول شوي دي.