راپورونه وايي، اسرائیلي ځواکونو پرون د جمعې له لمانځه وروسته په غزه کې هوايي بریدونه کړي چې پایله کې یې ۳۵ فلسطیني وګړي وژل شوي دي.
اسرائیلي ځواکونو په شمالي غزه کې لومړی یو ښوونځی په نښه کړ چې ۸ کسان په کې ووژل شول. د حلیمه السعدیه ښوونځي کې بې ځایه شوي کډوال اوسېدل. دغه راز د کډوالو یو بل کمپ هم په نښه شوی چې ۵ کسان په کې وژل شوي دي.
الجزیرې عربي تلویزیوني شبکې په یو راپور کې ويلي چې پرون د جمعې تر لمانځه وروسته اسرائیلي ځواکونو په ټولیز ډول ۳۵ فلسطیني وګړي په هړايي بمباریو کې وژلي دي.
په غزه باندې د اسرئیلي ځواکونو د بریدونو له پیل څخه تر اوسه ۴۰زره او ۸۷۸ کسان وژل شوي او ۹۴ززه څخه زیات ټپیان دي.