افغانستانځانګړي برخه

طالبانو له جرمني څخه اېستل شوي ۲۸ افغانان خوشي کړي دي.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین آلمان خبري اژانس ته ویلي چې دغه کسان په مشروط ډول ازاد شوي او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
سهیل شاهین ویلي: ” دغه کسان وروسته له هغې خوشې شول، چې کورنیو یې په لیکلې بڼه ضمانت وکړ چې دوی به بیا په جرمونو لاس نه پورې کوي.”
د دغه راپور له مخې، په کابل کې د طالبانو د ادارې د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه پورې په دې هکله د المان حکومت پوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.
دا په داسې حال کې ده چې کابل ټیلیګراف تېره اونۍ د خپلو سرچینو په حواله راپور خپور کړی و چې له جرمني څخه اېستل شوي ۲۸ افغانان د کابل په هوايي ډګر کې تر ښکته کېدو وروسته د کورنیو چارو وزارت له لوري بندیان شوي دي.

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې جرمني ۲۸ تنه افغانان د بېلابېلو جرمونو په تور له خپل هېواده واېستل او د تېرې اګسټ میاشتې په ۳۰مه په یوه قطري الوتکه Qatar airways کې افغانستان ته ولېږدول شول.

که څه هم د طالبانو حکومت او جرمني د یو بل هېوادونو ته د بندیانو او مجرمینو د لېږد په تړاو کومه موافقتنامه نه لرله خو د الجزیرې د راپور پر بنسټ، په دې وروستیو کې د المان حکومت او طالبانو ادارې ترمنځ د قطر په منځګړیتوب د بندیانو د لېږد رالېږد هوکړه شوې ده. تر اوسه د دې هوکړې په اړه طالبانو رسما څه نه دي ویلي.

د المان په پارلمان کې د حکومتي اتحاد فرکسیون د اخراج د بهیر د چټکتیا غوښتنه کړې ده.