افغانستانخبرونه

د طالبانو له نشه‌یي توکو سره د مبارزې کمېسیون په کار پيل وکړ‌

 د طالبانو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ له نشه‌یي توکو سره د مبارزې عالي کمیسیون پرانیسته وشوه.

ارګ یادې څرګندونې پر پر خپله اېکس‌پاڼه کړي دي.

د طالبانو ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د یاد کمیسیون د پرانیستې پر مهال ویلي، نشه‌یي توکي نه یواځې د افغانانو، بلکې د ټول بشریت لپاره ګواښ دی.

هغه ویلي: «موږ په دې برخه کې د امکاناتو او تجهیزاتو له کمښت سره مخ یوو، اړتیا ده چې نړیواله ټولنه مرسته وکړي او د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده او بزګرانو ته بدیل کښت برابر شي.»

د یادونې ده چې د طالبانو مشر په یوه فرمان کې په هېواد کې د هر ډول نشه یي توکو په کښت او کاروبار بندیز لګولی دی.