افغانستانخبرونه

طالبان: د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي او ګڼې نورې پروژې پيلیږي

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وایي، افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي، نوري فايبر، ټاپ او وسپنې پټلۍ د پروژو د پرانيستې کميسيون د چمتووالي لومړۍ ناسته وکړه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، د رياست الوزرا مقام له حکم سره سم، د بهرنيو چارو وزير په مشرۍ د امنیتي ارګانونو، کانونو او پټروليم، ټولګټو چارو، اطلاعاتو او فرهنگ، مخابراتواو معلوماتي تکنالوژۍ وزارتونو او د امارت مرکزي وياند او د افغانستان برېښنا شرکت په ګډون نن د بهرنيو چارو وزارت کې ترکمنستان سره د ټاپي او ګڼو نورو پروژو د پرانيستې مراسمو لپاره د چمتووالي ناسته وکړه.

طالبانو ویلي،  په دې ناسته کې د یاد کميسيون مشر او ګډونوالو ارګانونو مسؤولينو د فرعي کمېټو د چمتووالي مفصل راپور واورېده او د مراسمو د ښه ترسره کولو لپاره يې لازمې پرېکړې وکړې.

بهرنیو چارو وزارت لیکلي، تمه ده چې په راتلونکو ورځو کې يادې پروژې د يو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې پرانيستل شي.