د رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې د متحده ایالتو او عراقي چارواکي له عراق څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه یوې هوکړې ته رسېدلي دي.
د سرچینې په وینا يو شمېر امریکايي او عراقي چارواکو ورته ويلي چې دغه هوکړه وروستۍ شوې، يوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک او رسمي اعلان ته منتظر ده.
که دغه هوکړه عملي شي، له عراق څخه به د امریکايي ځواکونو د وتلو لړۍ په ۲۰۲۵ کال کې پيل او د ۲۰۲۶ کال تر پایه به وروستی امریکايي عسکر له عراق څخه بهر شي.
اوسمهال په عراق کې د امریکا ۲۵۰۰ عسکر موجود دي چې د مشورې ورکولو او د عراقي عسکرو په روزنه مصروف دي.
په عراق کې د امریکايي ځواکونو د وتلو دغه هوکړه باندې شپږ مياشتې وړاندې د لومړي وزير محمد السوداني په هلو ځلو کار پيل شو.