ملګري ملتونه وايي، د ناروې حکومت له افغانستان سره د يو میليون او ۸۰۰زره ډالرو مرستې اعلان کړی چې د په بشري برخه کې به مصرف شي.
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي چې دا مرستې د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره وشوه.
د اوچا پر اېکس پاڼه نن یکشنبه دا معلومات خپره شوې خو په دې اړه يې نور جزیات نه دي ورکړي.
د يادولو وړ ده چې په تېرو لسو کلونو کې ناروې د افغانستان له بشردوستانه مرستو صندق سره د شاوخوا ۱۷ ميليون ډالرو مرستې کړې دي.