افغانستانخبرونه

بریتانیا کې د افغانستان سفارت تړل کیږي

د راپورنو له مخې، ټاکل شوې د روانې سپټمبر میاشتې تر پایه په بریتانیا کې د افغانستان سفارت وتړل شي.

په بریتانیا کې د افغانستان سفارت کې یو برحاله کارکوونکي او د قونسلي چارو مسوول له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، ټاکل شوې چې د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۷مه نېټه په دغه هېواد کې د افغانستان سفارت په بشپړ ډول بند او قونسلي خدمتونه هم ودرول شي.

په بریتانیا کې د افغانستان د سفارت د دغه چارواکي په خبره، د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي چې دوی به د طالبانو حکومت ته سفارت ونه سپاري او تر هغه به په دغه هېواد کې د افغانستان هېڅ ډول سیاسي استازولي یا قونسګري ته د فعالیت اجازه ور نه کړي چې په ټکو یې په افغانستان کې په رسمیت پېژندل شوی حکومت نه وي رامنځته شوی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت له یاد سفارت نه څو موده مخکې غوښتي وو چې دوی د بهرنیو چارو وزارت سره تعامل وکړي، خو دوی دا کار ونه کړ او په پای کې د طالبانو له‌خوا د دغه سفارت قونسلي خدمات باطل اعلان شول.

دې خبرو په بریتانیا کې یو شمېر مېشت افغانان اندېښمن کړي دي.