افغانستانخبرونه

په هرات کې انسان‌تښتوونکو يو ماشوم تښتولى

د هرات سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یو ماشوم تښتول شوی دی.

انسان‌تښتوونکو دا ماشوم یک‌شنبه د وږي پر ۱۸مه سهار شاوخوا ۸:۰۰ بجې د هرات ښار د ۱۲مې امنيتي حوزې اړوند د «حاجي عباس» له سيمې څخه تښتولى دى.

د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، دا ماشوم امیرمحمد نومېږي او د «قيمتي ډبرو» یو سوداګر زوى دی.

ورته مهال، په هرات کې د طالبانو یوې سرچینې هم دا پېښه منلې ده.

که څه هم طالبان د جنايي پېښو د کمښت ادعا کوي؛ خو په دې وروستيو کې د هېواد په ګڼو ولايتونو کې د وژنې او انسان‌تښتونې پېښې ډېرې شوې دي.

څو میاشتې مخکې په کابل کې انسان‌تښتونکو یو شپږ کلن ماشوم له تښتونې وروسته وواژه.