افغانستانخبرونه

د طالبانو مشر ملا هیبت الله د هېواد شمالي او شمال ختيځو ولایتونو ته سفر کړی

د طالبانو ارګ په یو بیان کې ویلي چې د دغې ډلې مشر ملا هیبت الله اخوندزاده د خپلو ولایتي سفرونو په لړ کې دا ځل د هېواد شمال او شمال ختیځو ولایتونو ته سفر کړی دی.

سرچینه وايي، د هیواد شمالي او شمال ختیځو ولایتونو ته بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنګان ، بغلان، کندوز، تخار او بدخشان ولایتونو څخه د لیدنې پرمهال له ځایې مسؤلینو، علماء کرامو ، قومي مخورو او ګڼو نورو هیوادوالو سره ليدني او مجالس کړي دي.

د دغو لیدنو په تړاو نه ډېر جزیات خپاره شوي او نه هم د لیدنو په تړاو رسنۍ ورغوښتل شوي دي.

پر کابل ړږد طالبانو د واک ترلاسه کولو دا درېیم کال دی خو د طالبانو مشر په لویو غوڼډو کې د ګډون سربېره هم خپله څېره له خلکو پټه ساتلې ده.