ملا حسن اخند: ټاپي پروژه د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ دوستي لا زياتولی شي
د طالبانو د حکومت ريیسالوزراء د ټاپي او نورو پراختیایي پروژو د چارو د پیل مراسمو کې ویلي، دا پروژې به د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ دوستي لا زیاته کړي او د دواړو هېوادونو ملتونو ته به یې ډېره ګټه ورسېږي.
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې ريیسالوزراء ملا محمد حسن اخند دغه څرګندونې نن په ترکمنستان کې د ټاپي پروژې د چارو د پیل مراسمو کې وکړې.
د ټاپي د ګاز نللیکې پروژه – چې څه باندې ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او ۸۱۶ کیلومتره یې له افغانستانه تېرېږي- یو ځل په ۱۳۹۵ کال کې هم په افغانستان کې پرانيستل شوې وه، خو تر اوسه یې عملي چارې نه وې پیل شوې. د ګاز د دې نللیکې ۲۱۴ کیلومتره برخې کار د ترکمنستان خاوره کې بشپړ شوی او نن یې د افغانستان په خاوره کې د غځولو چارې پیل شوې.
فطرت زياته کړې د ملا حسن اخند او د ترکمنستان ملي رهبر قربان قلي بردي محمدوف په حضور کې نن له غرمې مخکې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي او نورو پرمختیایي پروژو (نفت او ګاز، انرژي او ټرانسپورټ) کار عملاُ پیل شو.
د طالبانو رییس الوزراء دغې غونډې ته ويلي، نن هغه ورځ ده چې له ډېرو کلونو راهیسې یې انتظار کېده او د دواړو هېوادونو د خلکو له خوا د ډېرو ستونزو او کړاوونو په نتیجه کې نن د دې سترو پروژو چارې پیل شوې.
نوموړي د دغو مهمو پروژو پرانیستې ته په اشاره وویل، دا د ترکمنستان د ملي رهبر او نورو مسوولینو د نېک نیت او عاقلانه سیاست څرګندونه کوي.
هغه ویلي، دا پروژې به د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ دوستي لا زیاته او د دواړو هېوادونو ملتونو ته ډېرې ګټې ور په برخه کړي.