د خوست ولایت ځايي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ کې د ۹۴ زره ډالرو په لګښت د یوه کانال جوړېدو چارې پیل شوې دي.
د یاد ولايت د شمل خرم فرعي سنديزې حوزې مسوولینو ویلي، چې د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ د ارخېلو او کچه خېلو کليو ګډ کانال چې ۱۲۰۰ متره اوږدوالي لري د ملګرو ملتونو د خوړو، کرنې او مالدارۍ سازمان له لوري د شاوخوا ۹۴ زره ډالرو په لګښت رغول کېږي چې چارې یې پرون پیل شوې او د پنځو مياشتو په موده کې به بشړې شي.
د مالوماتو له مخې د یاد کانال څخه ۱۲۲ هکټاره ځمکه خړوبېږي او دغه راز ۷۳۰ کورنۍ به یې له اوبو ګټه واخلي.