د امریکا متحده ایالتونه پلان لري چې د داعش او القاعده ډلو د فعالیتونو د مخنيوي لپاره خپل ځانګړي ځواکونه او الوتکې په افریقا کې سيمې ته ولېږي.
د والسټريټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی چې امریکايي ځواکونه د سږکال په اوړي کې له نیجر هېواد څخه ووتل خو اوس پنټاګون (د امریکا د دفاع وزارت) په سیمه کې د وسله والو ډلو د ځپلو په نیت په ګاونډيو هېوادونو کې د ځواکونو د ځای پرځای کولو پلان جوړ کړي.
د یادې رسنۍ د معلوماتو له مخې، امریکا اوسمهال په عاج ساحل سیمه کې د خپلې نظامي اډې د بیارغونې په هڅه کې ده چې ياده اډه کې د امریکايي هلیکوپټرونو د ناستې، پوځيانو د اوسېدو او د پلټونو الوتکو د ځای پرځای کولو اسانتياوې برابرې کړي.