افغانستانخبرونه

قزاقستان: د ترهګرو ډلو له لېسټه د طالبانو نوم ایستل مهم سیاسي پرمختګ و

په کابل کې د قزاقستان سفیر علیم خان یسین ګیلدییف ویلي چې په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو نوم لرې کېدل او په استانه کې د دغې ډلې د شارژدافیر منل دوه مهم سیاسي پرمختګونه دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیااحمد تکل په خواله شبکې اېکس کې لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي او په کابل کې د قزاقستان سفیر ترمنځ ناسته شوې ده.

په کابل کې د قزاقستان سفیر زیاته کړې چې د ماموریت په موده کې یې په قزاقستان کې د «ممنوعه ډلو» له لېست څخه د طالبانو نوم لرې کېدل او په استانه کې د دغې ډلې د سفیر منل دوه مهم سیاسي پرمختګونه وو.

امیرخان متقي هم د کابل او استانې ترمنځ اړیکې نږدې بللي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختیا یې ټينګار کړی دی.

قزاقستان د روان کال په غبرګولي میاشت کې د طالبانو نوم د دغه هېواد د ترهګرو ډلو له نوملړه لرې کړ او د دغه ګام موخه یې د سوداګریزو اړیکو پراختیا بللې وه.