![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2024/09/Nasir-Kanani-770x433-1.webp)
ایران د دایکندي او غور تر منځ د دایکندي د اوسېدونکو وژنه غندلې او د عاملینو د مجازات لپاره یې د «بېړنیو اقداماتو» غوښتنه کړې.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني د یوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي چې دا برید په «کلکو ټکو» غندي او د قربانیانو له کورنۍ سره خواخوږي ښيي.
په کابل کې هم د ایران سفارت پر ایکس د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا برید غندلی دی.
دې سفارت ويلي چې «د ایران اسلامي جمهوریت د دې لوی ناورین د مرتکبینو مجازات غواړي او په دې لړ کې خپل چمتووالی ښيي.»
پرون تر ماسپښین وروسته پر موټرسایکل سپرو وسلوالو کسانو د دایکندي د «قریودال» او د غور د «پهلوسنګ» کلیو تر منځ د دایکندي پر اوسېدونکو ډزې وکړې چې له امله یې ۱۴ تنه ووژل شول او شپږ نور ژوبل دي.
د دې برید ټول قربانیان د دایکندي د سنګتختوبندر ولسوالۍ د «قریودال» کلي اوسېدونکي وو او د کربلا د زیارتوالو د هرکلي لپاره د دایکندي او غور تر منځ سرحدي سیمې ته تللي وو.
داعش ډلې د یوې اعلامیې له لارې دا برید منلی او ویلي يې دې چې ۱۵ تنه یې وژلي او شپږ نور ژوبل دي.