خبرونهنړۍ

افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی له دندې ګوښه شو

پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی، اصف دراني له خپلې دندې لرې کړی دی.

که څه هم دا پرېکړه دوه ورځې مخکې شوې ده، خو په دې اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیان نن رسنیو ته رسېدلی دی.

په بیان کې ویل شوي، چې د اصف دراني د لرې کولو پرېکړه د سپټمبر له ۱۰مې نیټې څخه عملي شوې ده.

اصف دراني د پاکستان یو پخوانی ډېپلوماټ دی، چې د افغانستان ترڅنګ یې په یو شمېر نورو هېوادونو کې هم د سفیر په توګه دندې ترسره کړې دي.

هغه د ۲۰۲۳ کال د مې په میاشت کې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په توګه ګمارل شوی و.