![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2024/09/Screenshot-2024-09-14-040631.png)
د متحدو ایالتونو د استازو خونې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د مشر مایکل مککال دفتر په دې وروستیو کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ګډوډ وتلو په اړه راپور خپور کړی او د تخلیې په دغه بهیر باندې کلک انتقادونه شوي دي.
مک کال د امریکا غږ د اردو څانګې له خبریالې سبا شاه خان سره په خبرو کې دا رد کړه چې ګنې دا راپور د سیاسي انګیزې په اساس، د جمهوري ریاست تر ټاکنو مخکې خپور شوی. مایکل مککال وویل چې د راپور هدف دا دی چې «بیا هېڅکله داسې کومه تخلیه» ونه شي.
د دغې کمېټې دموکرات استازي ګریګوري میکس د سه شنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې په دې راپور باندې انتقاد وکړ او ویې ویل چې په راپور کې «د خپلې خوښې شاهدانو شاهدۍ» غوره شوي او هر هغه څه یې لیرې کړي چې له افغانستان څخه د وتلو په اړه ددغه یو اړخیز دریځ سره یې مرسته نه کوله.»
هغه زیاته کړې چې جمهوري غوښتونکو ددې تحقیق کومه کاپي دموکراتو قانون جوړونکو ته نده ورکړې.
د امریکاغږ سره په مرکه کې مککال د سپینې ماڼۍ په مقاماتو تور لګولی چې بحثونه یې ځنډولي او پوښتنو ته یې ځوابونه ندي ویلي او د سپتمبر په درېیمه نېټه یې د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلینکن د استیضاح په اړه د خپلې پرېکړې په اړه خبرې وکړې.