![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2024/09/ap22122673106721_custom-c5038072b6906f21a4fab78dec16abe31f57574c.jpeg)
د متحده ایالتونو د ولسمشریزو ټاکنو د نوماند ډونالډ ټرمپ مرستیال جي ډي ونس طالبانو ډلې ته د جوبایډن د ادارې لخوا د مالي مرستو پر لېږد نیوکه وکړه.
نوموړي ويلي چې طالبانو ته د پیسو ورکړه په بشپړ ډول (لیونتوب) دی.
نوموړي ټینګار وکړ چې امریکا باید له طالبانو سره د مالي ملاتړ پر ځای د سرحدونو د ساتنې لپاره بودجه ځانګړې کړي.
جي ډي ونس ویلي القاعده ډلې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په یوولسمه د طالبانو په ملاتړ په نیویارک کې په سوداګریزو برجونو برید وکړ.
د نوموړي په وینا، طالبان ډله او القاعده ډله له یو بل سره په همکارۍ کار کوي او یوه تګلاره لري.