![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2024/09/459453460_933788842111836_1044780679308429611_n.jpg)
د راپورونو لهمخې په سرپل ولایت کې د طالبانو د امربالمعروف او نهي عنالمنکر ریاست د چنار یوه ونه د شرک، بدعت او خرافاتو د دودېدو د مخنیوي لپاره له بیخه ایستلې ده.
د طلوع نیوز خصوصي ټلوېزیون او څو نورو رسنیو د راپورنو لهمخې د سرپل د امربالمعروف ریاست په یوه بیان کې ویلي، د دې ولایت اوسېدونکو باور درلود چې که پردې ونه میخ ټک وهي، نو ستونزې او ناروغۍ به یې ختمې شي.
د سيمې خلکو پهدې اړه رسنيو سره تر اوسه خبرې نهدي کړي.