خبرونهنړۍ

میانمار کې مرګونی توپان؛ ۲۳۵ زره کسانو خپل کورونه پرېښي دي

میانمار ته د «یاګي» په نوم توپان له رارسېدو سره جوخت د دغه هېواد د دولت پوځي مشر، مېن‌انګ هلېنګ د بهرنیو مرستو غوښتنه کړې ده.

رویټرز جمعه د سپټمبر پر ۱۳مه راپور ورکړی چې د چین، ویتنام، لاووس او ټایلېنډ په ګډون اسیا کې د «مرګوني» طوپان له کبله تېره اوونۍ شاوخوا ۳۰۰ کسان مړه شوي دي.

په میانمار کې دا توپان له ۲۳۵ زرو ډېر کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.

هلېنګ ویلي چې له سېلاب ځپلو سيمو څخه يې ليدنه کړې او له ځايي چارواکو يې غوښتي چې د خلکو د ژوند ژغورنې لپاره هڅې وکړي.

د میانمار د پوځي دولت مشر په وینا، په دې اقداماتو کې د یادې پېښې د قربانیانو لپاره د بشرپالو مرستو د ترلاسه کولو په موخه له بهرنیو هېوادونو سره اړيکې شاملې دي.

د دغه راپور پر بنسټ، د میانمار پوځ دغه هېواد ته د بهرنیو بشرپالو مرستو د ننوتلو مخنیوی کړی دی.

تېرکال هم دغه هېواد پوځ د یو شمېر بهرنیو مرستندویه ټیمونو د سفر اجازه چې د دغه هېواد په لوېدیځ کې یې د «موچا» توپان له شاوخوا یو میلیون قربانیانو سره مرسته کوله، ځنډولې وه.