وسله والو کسانو د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ترهګرۍ ضد پوليسو په موټر باندې وسله وال برید کړی چې د يو افسر په ګډون په کې درې پوليس وژل شوي او یو بل سخت ټپي دی.
مسوولين وايي، ده پېښه پرون مازیګر ناوخته د بلوچستان په ژوب سيمه کې شوې ده.
د پاکستان جيو نيوز تلويزيون په يو خبر کې ويلي چې د وسله والو د بريد له امله په موټر کې سپاره د ترهګرۍ ضد څلور پوليس په نښه شوي وو چې يو پوليس افسر ځای پرځای وژل شوی و او درې ټپي پوليس روغتون ته لېږدول شوي وو چې دوو يې د سختو ټپونو له امله روغتون کې ساه ورکړه او يو لاهم روغتون کې بستر دی.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی خو بلوچستان کې د بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسله واله ډله فعاله ده او پر حکومتي ځواکونو وخت ناوخت بریدونه کوي.