ایراني رسنۍ وايي، د دغه هېواد د جنوبي خراسان ایالت د ډبرو سکرو په يو کان کې چاودنه شوې چې له امله يې ۳۰ کسان مړه شوي دي.
د ایران دولتي خبري اژانس اسنا د جنوبي خراسان ایالت د سرې میاشتې ټولنې د معلوماتو پر بنسټ لیکلي چې دا چاودنه تېره شپه د طبس په نوم د ډبرو سکرو په یو کان کې شوې ده.
د راپور پر بنسټ په دغه کان کې ۶۹ کاریګر موجود و چې تر اوسه د ۳۰ کسانو جسدونه او ۱۷ مصموم شوي کسان روغتونونو ته لېږدول شوي او پاتې ۲۴ کسان لا هم نادرکه دي.
تر اوسه ددغې چاودنې علت په ډاګه شوی نه دی.