د امریکا په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي کلنۍ سرمشریزه غونډه د نړۍ له لرو او بره د لسګونو مشرانو په ګډون دا اونۍ پیلېږي.
سږنۍ ناسته د ملګرو ملتونو ۷۹مه سرمشریزه ده چې ټاکل شوې د نړۍ څه باندې ۱۹۰ هېوادونو استازي پکې برخه واخلي.
د نړۍ ګڼ مشران دغې غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته رسېدلي، خو د طالبانو د حکومت کوم استازی دغې غونډې ته نه دی بلل شوی، هغه چاره چې د طالبانو د نیوکو سبب شوې.
د طالبانو د قطر دفتر سیاسي مشر سهېل شاهین چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ ته هم معرفي شوی، خو منل شوی نه دی د دې سرمشریزې د جوړېدو په درشل کې ویلي: ” د خلکو ملاتړ او په ټول هېواد له واکمنۍ سره سره زمونږ کوم پلاوی د ملګرو ملتونو عمومي ناستې ته نه دی بلل شوی.”
هغه پر اېکس خپل خپور شوې پیغام کې زیاته کړې “داسې تګلاره هیڅ ستونزه نه حلوي بلکې لا واټن رامنځته کوي.”
شاهین دا د ملګرو ملتونو د هغه دریځ واضح مخالفه کړنلاره بللې چې د ده په ټکو وايي “له طالبانو سره به تعامل ته دوام ورکوي.”
له دې سره چې د طالبانو د حکومت کوم استازی به په دې سرمشریزه کې نه وي، خو ویل کېږي چې افغانستان، فلسطین،ایران، روسیه، اوکرایین، سوډان او ځینې نور هېوادونه به د دغې ناستې د بحثونو یوه اصلي موضوع وي.
د سرمشریزې اصلي ناسته چې دا اونۍ پیلېږي د افغانستان له ګاونډه ورته د ایران نوی ټاکل شوی ولسمشر مسعود پزشکیان، د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف، د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي، د بنګله دېش لنډمهاله لومړی وزیر محمد یونس او ځینې نور د ګډون لپاره نیویارک ته تللي دي.