خبرونهنړۍ

ایران د اسرائیل سره د همکارۍ کولو په تور ۱۲ تنه نیولي دي

د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو ویلي چې ۱۲ تنه یې د اسرائیل سره د همکارۍ او د دې هیواد امنیت پر ضد کړنو پلان لرلو په تور نیولي دي.

ایراني ځواکونو پرته لدې چې نور جزیات ورکړي چې دا کسان ایرانیان که د بهرنیو هیوادونو اتباع دي، په یوې اعلامیې کې ویلي چې د اسرائیل “صیهونیستي رژیم” او غربي متحدین یې په ځانګړې توګه متحده ایالات په غزې او لبنان کې “پخپلو اهدافو کې بریالي نشول او اوس غواړي چې زمونږ د هیواد امنیت پر ضد کړنې تنظیم کړي”

په اعلامیې کې ویل شوي چې دا ۱۲ کسیزه شبکه د ایران په شپږو بیلا بیلو ولایتونو کې نیول شوې خو د نیول کیدو د نیټې په هکله یې څه ندي ویلي.

د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو لا د نیول شویو کسانو د برخلیک په باره کې څه ندي ویلي خو تر دې وړاندې هغوي چې په دا ډول کړنو تورن شوي او محکوم شویدي، د ایران حکومت اعدام کړیدي.

ایران د تیر کال په پای کې هم درې تنه چې اسرائیل ته د جاسوسۍ کولو تور پرې و، اعدام کړ.