افغانستانخبرونه

کور په کور د پولیو واکسینو کمپاین بند شو

په افغانستان کې پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین چې کور په کور به ماشومانو کیدل د طالبانو حکومت بند کړي او جومات په جومات به ترسره کیږي.

د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت د پولیو کمپاین مسول ډاکټر عبدالقدوس بریالي رسنیو ته ویلي چې دا پرېکړه د دوی مشر ملا هبت الله د جنوبي ولایتونو کندهار، هلمند او ورزګان د استازو په غوښتنه کړې.

ښاغلی بریالی ټینګار کوي، چې دا پرېکړه د مولوي هبت الله نه بلکه د “سیمې د خلکو غوښتنه ده.”

د روغتیا نړیوال سازمان رسنیو ته ویلي چې د طالبانو له یادې پرېکړې خبر دي خو دوی هڅه کوي چې د پولیو یا ګوزڼ برخې مسولینو سره همغږي کوي تر څو ټولو ماشومانو ته واکسین ورسیږي.

تمه وه چې د پولیو واکیسن کمپاین، نن پیل شوی وی ولې د روغتیا وزارت د پولیو برخې مشر وايي، د بڼې له بدلېدو سره دوی د چمتووالي‌ لپاره لا نور وخت ته اړتیا لري.