خبرونهنړۍ

اسرایلو په لبنان کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۷۴ کسان وژلي

د لبنان په ختیځ کې د اسرایلو هوایي برید له امله د ۲۱ ماشومانو ۳۹ ښځو په ګډون نږدې ۲۷۴ کسان وژل شوي دي.

د لبنان روغتیا وزارت ویلي چې دي چې له تیرې سې شنبې ورځې را په دې خوا په دغه هوایي بریدونو کې لږ تر لږه پنځه زره کسان ټپیان شوي هم دي.

راپورونه وایي د بمبار له امله د ختیځ لبنان اوسېدونکو د هیواد لویديځو سیمو ته د خوندیتوب په هدف مخه کړې ده.

بل خوا متحده ایالاتو او چین خپلو وګړو ته له لبنان څخه د وتلو خبرداری ورکړی دی.