افغانستانخبرونه

طالبانو په رسنیو کې ژوندۍ خپرونې او له ناتایید شویو مېلمنو سره پر خبرو-اترو بندیز ولګاوه

د افغانستان د خبریالانو مرکز ويلي چې د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یو نوی دستور العمل خپور کړی او په رسنیو کې ژوندۍ سياسي او انتقادي خپرونې او د دې ډلې له لوري له ناتایید شویو مېلمنو سره خبرې-اترې یې منع کړې دي.

دې بنسټ نن (دوشنبه، ۲ د تلې) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي چې د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت دا دستور العمل د شنبې په ورځ هغو رسنیو ته ابلاغ کړی چې اوس مهال په کابل کې فعالې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ويلي چې دا دستور العمل اته مادې لري او په درو مادو کې يې پر رسنیو درې نوي بندیزونه لګېدلي دي.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز له اعلامیې سره سم، د دې دستور العمل په لومړۍ ماده کې ويل شوي چې «خبرې باید ثبت شي او په ژوندۍ توګه باید خپرې نشي». په دویمه ماده کې يې ويل شوي چې «کارپوهان باید له نوملړ سره سم راوغوښتل شي او د هغو کسانو راغوښتل ممنوع دي چې نومونه یې په دې نوملړ کې نشته». په درېیمه ماده کې يې ويل شوي چې «د هغو کسانو د رابلنې لپاره چې نوم یې په نوملړ کې نشته باید د (اطلاعاتو او کلتور وزارت) پر رسنیو د څار له ریاست څخه اجازه وغوښتل شي.»

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دې دستور العمل د خپرېدو په اړه اندېښنه ښوولې او د دې پلي کول یې «په هیواد کې د ازادو رسنیو د تضعیف او څنډې ته کولو نوې هڅه» بللې ده.

دې مرکز له طالبانو غوښتي چې د ازادو رسنیو د ځپنې لپاره دې د رسنیزو دستور العملونو له تحمیلولو لاس واخلي او اجازه دې ورکړي چې د عامه رسنیو قانون چې د اجرا وړ بلل شوی دی، پلی شي.