خبرونهنړۍ

ایرانی چارواکی: له افغانستان سره پر پوله تر لس کیلومټره زیات دېوال جوړ شوی

د ایران د ځمکني پوځ د قومندان ځایناستي نوذر نعمتي ويلي، چې دې هیواد تر اوسه له افغانستان سره پر پوله تر ۱۰ کیلومټره پر زیاته ساحه دېوال جوړ کړی دی.

د ایران د صدا او سیما خبري اژانس په وینا، ښاغلي نعمتي نن (دوشنبه، ۲ د تلې) ويلي، چې له افغانستان سره پر پوله د دې هیواد ۵۰ کیلومټره نوره ساحه هم چمتو ده چې دېوال پکې جوړ شي.

ده زیاته کړې: «له افغانستان سره له شمالي پولې مو د سرحد تړل راپيل کړي دي او هلته منسجمې پوستې جوړې شوې دي چې دا کار وڅاري. دا کار په اصولي توګه کېږي او ځينې برخې يې د ځمکني پوځ له لوري مخته وړل کېږي.»

د ایران د پوځ دې قومندان ويلي، چې شاوخوا شل کارګاوې له افغانستان سره پر پوله د دېوال د جوړولو چارې مخته وړي.

د ایران د ځمکني پوځ قومندان ويلي: «موږ غواړو پوله وتړو او تګ-راتګ په اصولي او کنټرول شوې طریقه وشي او په دې اقدام سره د هیواد او دې سیمو امنیت زیات خوندي کېږي او د هیواد پر اقتصاد به مثبت اغېز ولري.»

ایران وايي، چې دا هیواد به له افغانستان سره پر پوله شاوخوا ۷۰۰ کلیومټره دېوال جوړوي چې ارتفاع به يې څلور مټره وي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د اروپایي ټولنې په څېر د اسلامي هیوادونو ترمنځ د پولو د لېرې کېدو خبره کړې ده.

ده د عراق له ولسمشر سره په لیدنه کې دا طرحه وړاندیز کړې او په تهران کې «د اسلامي ورورولۍ په نړیوال کانفرانس» کې يې هم تکرار کړې او ويلي يې دې چې اروپایان پولې لیرې کوي او په اسانۍ تګ-راتګ کوي، خو مسلمانان د خپلو هیوادونو ترمنځ دېوالونه ودروي.