افغانستانخبرونه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري ۶۰ سلنه کمه شوې

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونه وایي چې کال د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګري د پخوا پرتله ۶۰ سلنه راکمه شوې ده.

ددغه سوداګریزې خونې مشر خان جان الکوزي رسنیو ته ویلي ، د سوداګرۍ د ټکني کېدو لوی لاملونه د افغانستان او پاکستان تر منځ وروستۍ لوړې تعرفې، پر ټرانزیټ بې ځایه بندیزونه، سیاسي ناکرارۍ او پر ډیورنډ کرښه د پاکستان پوله ساتو او طالبانو تر منځ وخت ناوخت شخړي دي، چې په دې سره د تورخم دروازه، غلام خان بندر، انګور اډه او ډنډې پټان لاره تړل کیږي.

ښاغلی الکوزی وايي، له پاکستان سره سوداګري او راکړه ورکړه سیاسي شوې او له بې شمېره ستونزو ډکه ده.

هیره دې نه وي چې څه باندې یوه میاشت وشوه ، د تورخم لاره د سوداګریزو توکو پر مخ تړلی شوې او د شمېرو له مخې په دې سره سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیان اوښتی.