افغانستانخبرونه

د احمدشاه بابا د کور د بیارغونې کارونه ۸۰ سلنه ترسره شوي

د طالبانو د حکومت د کندهار ولایت د اطلاعاتو او کولتور رياست وايي، په دغه ولايت کې د افغان امپراتور لوی احمد شاه بابا د کور د بیارغونې کارونه ۸۰ سلنه بشپړ شوي دي.

د طالبانو په حکومت کې د کندهار د اطلاعات او کلتور رييس مولوي انعام الله سمنګاني او د هنر او فرهنګ امر عبدالشکور څپاند د دوشنبې په ورځ د لوی احمدشاه بابا د کور د ترميماتي کارونو څخه ليدنه وکړه.

سمنګاني وویل، چي د لوی احمدشاه بابا د کور ترميماتي کارونه په ښه ډول مخته روان دي، د تاريخي ابدو د سبک مطابق یې کارونه ۸۰ سلنه ترسره شوي دي، چې په لنډه موده کي به یې پاته کارونه هم ترسره شي.

هغه زیاته کړې، د لوی احمدشاه بابا د کور ترمیماتي کارونه د اطلاعات او کلتور وزارت له لوري په مسلکي ډول ترسره کیږي، چې د مسئولینو له لوري یې د چارو ارزونې په هدف وخت پر وخت ليدنه ترسره کيږي.