افغانستانخبرونه

ماریل سټریپ: په کابل کې مرغان ازادي لري خو ښځې نه

د هالي اووډ فلمي ستورې ماریل سټریپ ویلي چې په افغانستان کې یوه پېشو تر یوې ښځې ډيره خپلواکه ده او ازادي لري.

ماریل سټریپ د ملګرو ملتونو د اسمبلۍ په عمومي ناسته کې د خبرو پر مهال ګډنوالو ته وویل: په افغانستان کې پر ښځو حقوقي او ټولنیر بندیزونه په اصل کې د نورو هېوادونو لپاره د خطر زنګ دی.

نوموړې همدا زار وویل:« نن ورځ په افغانستان کې یوه مرغۍ هم تر یوې نجلۍ ډېره ازادي لري او کولای شي په پارکونو کې والوزي؛ خو د طالبانو له‌خوا عامه پارکونه د ښځو او نجونو پر مخ تړل شوي دي.»

د اغلې سټریپ په وینا، په کابل کې د طبعي قانون جلاوالی تر دې حده رسیدلی چې مرغۍ کولی شي سندرې ووایي خو یو میرمن نشي کولی ورته کار د عامو خلکو په مخکې وکړي.

هغه وایي:«زما په اند طالبانو د ښځو او نجونو د زده‌کړو، کار کولو او د بیان ازادۍ ترڅنګ په افغانستان کې له سلو زیات فرمانونه صادر کړي دي.»

د هالي اووډ ددغه ستورې وینا: ښځې د افغانستان نیمایي نفوس جوړوي چې اوس مهال په کورنو کې بندیانې شوي.

په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې توشیح شوي قوانین د نړیوالو تر سختو نیوکو لاندې راغلي، طالبانو د نجونو او ښځو پر وړاندې د ښوونځيو او پوهنتونو دروازې بندې کړي او حتا د کار اجازه نه ورکول کیږي.