په کُرمه ایجنسۍ کې د دوه اړخونو سني او شیعه ترمنځ مذهبي شخړې له امله پنځلس کسان وژل شوي او نږدې شل کسان ټپیان دي.
د خیبر پښتونخوا له کرمې ایجنسۍ راپورونه وایي چې دغلته د دوه مذهبي فرقو ترمنځ د ځمکې په سر شخړه راولاړه شوې چې ورسته په مذهبي تاو تریخوالي اوښتې.
دغه شخړه د تیرې پنج شنبې په ورځ پیل شوې چې پکې وداړو اړخونو درنه وسله هم کاروې ده.
کرمه د خیبر پښتونخوا هغه سیمه ده چې زیات وخت پکې د سني او شعیه فرقو ترمنځ خونړۍ مذهبي شخړې رامنځته کیږي.