ملګري ملتونه د چاپیریال اړوند کنفرانسونو کې د طالبانو ګډون ته زمینه برابروي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما وايي، هڅه کوي په نړیوالو چاپېریالي غونډو او کنفرانسونو کې د طالبانو استازو ته د ګډون زمینه برابره کړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر مرستیال او اندریکا رتواتي د طالبانو د حکومت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مطیع الحق خالص سره لیدلي په لیدنه کې دا ژمنه کړې ده.
نوموړي ویلي چاپېریالي موضوعات سیاسي نه دي او دوی پر دې کار کوي څو نړیوال قانع کړي چې ځنډېدلي پروژې پیل او نړیوالو چاپېریالي غونډو او کنفرانسونو کې د افغانستان د استازو ګډون یقیني کړي.
د ملګرو ملتونو یا یوناما مرستندوی دفتر مرستیال او سرپرست وویل: ” د (COP 29) اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس چې سږکال په اذر بایجان هېواد کې جوړیږي هڅه کوي د (COP) غړیو هېوادونو ته قناعت ورکړي، ترڅو په یاد کنفرانس کې د افغانستان د حکومت استازو ته د ګډون زمینه برابره شي.”
د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، ددې لیدنې پر مهال د یادې ادارې رئیس په ډاګه کړې چې اقلیمي بدلون او چاپېریال یوه مهمه او نړۍواله موضوع ده او د چاپېریال ساتنې ملي اداره او طالبان له نړیوالو نهادونو، ډونرانو او موسساتو سره ګډ کار او تعامل ته ژمن دی.
هغه زیاتوي، دا مهال په هېواد کې د بشپړ امنیت په تامین سره د پروژو تطبیق او عملي کېدو ته تر بل هر وخت ښه زمینه مساعده شوې ده.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس زیاته کړه، افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو څخه زیات اغېزمن شوی، په هېواد کې غیر موسمي بارانونه، طبیعي پیښي او خطرناکه سېلابونه یې له عمده لاملونو څخه ګڼل کیږي.
په دې لیدنه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او ملګرملتونو دفتر په ګډه د یوې تخنیکي کمېټې د جوړولو هوکړه وکړه. د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا کمېټه به د معین ملي مشارکت سند (NDC) ارزوي څو د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس (COP 29) ته چمتو او وړاندي شي.
په دې سند کې د اقلیمي بدلون په برخه کې د افغانستان اړتیا ارزول شوې چې د کاله دوه ملیارده ډالره ده، دامهال د چاپېریال ساتنې ملي اداره او یوناما غواړې دا سند له سره جوړ او چمتو کړي.