ټایمزافانډیا د امنیتي او بشري حقونو وضعیت ته په پام د افغانستان، ایران، سوریه، لبنان، سوډان او یمن په ګډون شپږ هېوادونه د سفر لپاره «ترټولو خطرناک» هېوادونه ښودلي دي.
نوموړې رسنۍ یو راپور کې لیکلي چې افغانستان په وروستیو څو کلونو کې د شدیدو جګړو شاهد دی.
د دغه راپور پر بنسټ، هېوادوال په ځانګړې توګه ښځې تر دوامداره ګواښ لاندې دي.
په دې راپور کې راغلي: «له کوم وخت راهیسې چې طالبانو په ۲۰۲۱ کې واک ترلاسه کړ، دا هېواد د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو څخه چې په سیستماتیک ډول له عامه ژونده ایستل شوې، له جدي سرغړونو سره مخ دی.»
همداراز د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې بېوزلي ډېره شوې او زدهکړو او کار ته د ښځو لاسرسی هم په شدید ډول محدود شوی دی.
پر افغانستان واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغې ډلې د هېوادوالو په ځانګړې توګه د قومي-مذهبي اقلیتونو، ښځو او نجونو له حقونو څخه ښکاره سرغړونه کړې ده.
طالب چارواکو په وار وار ادعا کړې چې دغې ډلې د بهرنیو اتباعو لپاره خوندي سیاحت برابر کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې طالب مسوولانو په وار وار ادعا کړې چې دغې ډلې بهرنیو ګرځندویانو ته د امن فضا برابره کړې ده.